د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز له نړیوالې ټولنې غوښتني، چې په غزه کې د روانې نسلوژنې پر وړاندې بېړنی او جدي اقدام وکړي.
نوموړې دغه څرګندونې د ۳۰ هېوادونو د استازو په هغه غونډه کې کړې، چې د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د سلا مشورو په موخه په کلمبیا کې جوړه شوې وه.
په یاده ناسته کې ډېری ګډونوالو په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه د فلسطینیانو نسلوژنه ګڼلې ده.
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې په غزه کې له ۵۸ زره ډېر فلسطینیان شهیدان کړي. سربېره پر دې صهیونیستي عسکرو یاده تړانګه په بشپړ ډول کلابنده کړې، چې له امله یې د غزې ۲.۳ میلیونه وګړي له سخت بشري ناورین او لوږې سره مخ دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ وايي چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یو درې کلن ماشوم ـ چې د کابل له پل محمود خان سیمې څخه وړمه شپه تښتول شوی و ـ په غزني ولایت کې په ځانګړو عملیاتو کې ژغورلی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د ورجینیا په وینزبورو ښار کې یې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان تبعه د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. چارواکي وايي، نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د «متحدینو هرکلی» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی و.
تاجکستان له افغانستان سره د پولې وضعیت خرابېدو وروسته، له روسیې او د ټولیز امنیت تړون له سازمان سره د ګډ څار او ګډو ګزمو د پيل لپاره خبرې پیل کړي دي.