slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره ورځ د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د ۴ اعشاریه ۸ ميګاواټه برېښنا توليدي فابريکې او له سنګين ولسوالۍ د قندهار تر میوند ولسوالۍ  د ۸۰ کیلومتره برېښنايي مزو غځولو پروژو مراسم ترسره شول.


 د برېښنا عمومي رئیس ډاکتر عبدالباري عمر د يادو پروژو په اړه وویل، لومړنۍ اړينه پروژه چې له سنګين ولسوالۍ تر لښکرګاه دوه لارې او له هغه ځايه بیا د قندهار تر ميوند ولسوالۍ د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د برېښنا د قوي مزو غځول دي، لګښت يې شاو خوا ۹۰ میليونه افغانۍ کېږي.


همداراز دويمه لويه پروژه چې په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا بند برېښنايي فابريکې فعالول دي، چې د ۴ اعشاریه ۸ میګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري او ۳۸ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی، رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.


بل خوا د هلمند د بریښنا رئیس حافظ هدایت الله محمد زیاته کړه، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال هلمند کې د ولسوالیو لپاره د بریښنا ګڼ شمېر پروژې منظورې شوي، چې پکې د کجکي، موسی قلعه، سنګین، نهرسراج، باباجي او یو شمېر نورو ولسوالیو ته د برېښنا غځول شامل دي.