slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان له بېلابېلو قومونو، سیمو او فرهنګونو سره د یووالي، تفاهم او ورورولۍ د ارزښتونو د پیاوړتیا په هدف، د هېواد له شمالي ولایتونو یو شمېر ژمن او بااحساسه ځوانان خوست ته سفر کړی دی.

دغه ځوانان، چې د بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو استازي دي، وايي غواړي د دا ډول تفاهمي سفرونو له لارې د خلکو زړونو ته د ورورۍ پیغام ورسوي، هغه تاریخي کرکې او نهیلۍ له منځه یوسي چې په تېرو لسیزو کې د سیاسي لوبو او بهرنیو لاس‌وهنو له امله د افغان قومونو ترمنځ راپیدا شوې وې.

د دوی په وينا، د افغانستان ولسونه، که له هر قوم، ژبې او سيمې سره تړاو ولري، ټول ګډ تاريخ، ګډ درد او ګډ راتلونکی لري، او د يو بل د منلو، درناوي او تفاهم له لارې کولاى شي د يو موټي ملت په توګه روښانه راتلونکی جوړ کړي.

د دغه سفر تنظیموونکي زياتوي، چې د ملتونو د یووالي ریښې له ولسونو پیلېږي، او دوی هڅه کوي له فرهنګي تبادلو، لیدنو، دوستانه غونډو او مستقیمو تعاملاتو سره د قومونو ترمنځ باورونه نوي کړي او ګډ فکر ته لار هواره کړي.

د ويلو ده، چې د دغه سفر پر مهال د شمال ځوانان نه‌ یوازې د خوست له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کوي، بلکې د دغه ولایت له فرهنګ، دودونو او قومي ځانګړنو سره هم اشنا کېږي.

د افغانستان د شمالي ولایتونو ځوانانو دا سفر په داسې حال کې د هېواد سوېل‌ختیځ ولايتونو ته ترسره کيږي، چې څو اونۍ وړاندې د سوېل ختيځ زون يو شمير ځوانانو د هيواد شمالي ولایتونو ته سفر کړی و، او د هيوادوال له تاوده هرکلي سره مخ شوی و.

د يادونې ده چې دا ډول سفرونه د ملي یووالي، ټولنیز تفاهم او ورورولۍ د ټينګښت په موخه یو مثبت ګام بلل کيږي، چې د هېواد د نورو سیمو ځوانانو ته هم د ورته حرکتونو الهام ورکوي.