ټېلګراف؛ په وروستۍ جګړه کې د ایران توغندیو د اسراییل پنځه پوځي اډې په نښه کړې دي
ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران توغندیو د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په مستقیم ډول د اسراییل پنځه پوځي تاسیسات په نښه کړي دي. په خبر کې ویل شوي، چې دا پېښه د اسراییل پوځ د «سخت سانسور» له امله نه ده افشا شوې.
تېلګراف ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د اوریګن ایالتي پوهنتون د هغو امریکايي څېړونکو معلومات خپاره کړي، چې د سپوږمکۍ له لارې د راداري سیسټمونو په کارولو سره د بریدونو له امله رامنځته شوي زيانونه ارزوي.
د دغو معلوماتو له مخې، د ایران شپږ توغندي د اسراییل په شمال، سوېل او مرکزي سیمو کې پر پنځو پوځي مرکزونو لګېدلي، چې په کې یوه ستراتیژیکه هوایي اډه، د استخباراتي معلوماتو او یو لوژستیکي مرکز شامل دي.
دا پنځه بریدونه د هغو ۳۶ نورو بریدونو سره دي، چې د اسراییل د هوايي دفاع له سیستمونو تېر شوي او د استوګنې او صنعتي زېربناوو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.
سره له دې چې په ټول اسراییل کې د استوګنې ملکیتونو ته د پام وړ زیان رسېدلی؛ خو یوازې ۲۸ اسراییلیان په جګړه کې وژل شوي.
دوی د تلفاتو دې شمېرې ته په کتو د اسراییل د وخت مخکې د خبرداري د سیستم اغېزمنتوب او د خلکو له خوا د پناه ځایونو او خوندي خونو منظم استعمال یاد کړی.
د اورګين پوهنتون څېړونکی کوري شیر ویلي، چې د ده ټیم په اسراییل او ایران کې د توغندیو بریدونو له امله د زیانونو یوه پراخه ارزونه ترسره کوي او د دې ارزونې پایلې به په شاوخوا دوو اوونیو کې خپرې شي.
هغه زیاتوي، چې د بریدونو د ځایونو د دقیق تایید لپاره ساحوي راپورونه یا د سپوږمکۍ انځورونه د هغو پوځي تاسیساتو اړین دي، چې هدف ګرځېدلي دي.
ټېلګراف زیاتوي، چې د اسراییل چارواکو تر اوسه رسمي د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ویلي او د نظامي سانسور د سختو قوانینو له امله د دغو پېښو راپور ورکول له دننه څخه ناممکن دي.