slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتيکا ولايت د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکی نصير محمد د محمد عمر زوی، چې نږدې يوه مياشت وړاندې له سعودي عربستانه هېواد ته راستون شوی و، شاوخوا څلور ورځې مخکې د ولايت له مرکز ښرنې څخه نادرکه شوی و.

د لومړنيو تحقيقاتو پر بنسټ، نوموړی د خپلو ملګرو له لوري د خيرکوټ ولسوالۍ د وليدخېلو په کلي کې وژل شوی دی. د پېښې په تړاو لومړنی کس خپل جرم منلی او د مقتول د جسد ځای يې امنيتي ځواکونو ته په ګوته کړی دی.

له نصير محمد څخه يو سپين رنګ ۲۰۰۶ ماډل فیلډر موټر هم وړل شوی و، چې وروسته په غزني ولايت کې پلورل شوی دی. امنيتي ځواکونو لومړی ياد موټر تر لاسه کړ، ورپسې يې د قتل اصلي عامل ونیوه او د مقتول د جسد ځای ته ورسېدل.

د پېښې په تړاو دوه نور تورن کسان لا هم د امنيتي ارګانونو تر څېړنو لاندې دي.

د پکتيکا امنيه قوماندانۍ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د جنايي پېښو عاملين به هېڅکله له قانون څخه د تېښتې چانس ونه لري. همدارنګه له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي، چې د خپلو سيمو د امنيت او سوکالۍ په موخه له پوليسو سره نږدې همکاري وکړي.