slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین حافظ مولوي محمد یونس راشد پرون هلمند ته سفر وکړ او د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز مسوولينو ته يې ۱۲ کمپیوټرونه د زده کوونکو د لاښې زده کړې کولو په موخه وسپارل. راشد له ياد مرکز څخه د ليدنې پرمهال وویل:”اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې خپل د هېواد ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي ترڅو ځوانان د علم په برخه کې بې لاسته راوړونو پاته نشي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه ښوونیز مرکز به د نورو اسانتیاوو هم څخه برخمن کړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین همدارنګه وويل چې د اسلامي امارت مسؤلینو پر یوې داسې طرحې کار پیل کړی ترڅو د نورو هېوادونو له پوهنتونو څخه باتجربه او د لوړې سویې استادان افغانستان ته راولي او د هغوی له علم او تجربو څخه د افغانستان ځوانان ګټه واخلي.