لښکرګاه ښار کې د ۵۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ځای وټاکل شو.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د نشهيي توکو پر روږدو کسانو د درملنې لپاره د ۵۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړېدو لپاره موقعیت رسمي توګه مشخص شو.
دغه پریکړه د هلمند امنیه قوماندان الحاج ملا امینالله زبیر صاحب تر مشرۍ لاندې، د تامینیاتي چارو مرستیال الحاج مولوي آغاولي احسان، د تعمیراتو مدیر انجنیر حاجي ضیاالحق ابو منصور، او د امنیتي چارو د معاونیت اړوند د پلان مدیر الحاج ملا عبدالرحمن طلحه په همکارۍ ترسره شوې.
یاد روغتون به د پخوانۍ PRT (د بیا رغاونې د سیمهییزې ډلې) په ساحه کې چې د هلمند امنیه قوماندانۍ ته څېرمه موقعیت لري، جوړ شي. دغه ځای د پنځه سوه ناروغانو لپاره ځانګړی شوی دی، ترڅو روږدو کسانو ته د درملنې، پالنې او بیا رغونې غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د روغتون مالي لګښت د د کورنیو چارو وزارت له لوري تمویل کېږي، او د جوړېدو چارې به د امنیه قوماندانۍ د تامینیاتي چارو د معاونیت اړوند د تعمیراتو مدیریت په همغږۍ ډېر ژر پیل شي.
چارواکي وايي، د دغه روغتون جوړېدل به نه یوازې روږدو کسانو ته د درملنې زمینه برابره کړي، بلکې د عامې روغتیا، ټولنیز ثبات او د نشهيي توکو پر ضد مبارزې په برخه کې مهم ګام وي.