slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د سرپل امنیتي مسولینو پولیس راډیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې د انسان تښتوونکو هغه پنځه کسیزه ډله نیولې، چې غوښتل یې یو ځوان وتښتوي.

امنیتي ځواکونه وايي،دغې پنځه کسیزې ډلې غوښتل، چې د یاد ځوان له کورنۍ څخه د ده د آزادۍ په بدل کې، پنځه لکه امریکايي ډالر ترلاسه کړي، چې د دغه پلان له عملي کولو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري له دوه میله اسلحې او یو موټر سره ونیول شول.

نیول شوو مجرمینو خپله پړه منلې. دوی وایي چې غوښتل یې یاد ځوان د پنځه لکه امریکایي ډالرو په بدل کې وتښتوي ، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې ونېول شول.

د انسان تښتوونکو له منګولو د خلاص شوي عبدالرحیم ماما د امنیتي ځواکونو له چټک او پر وخت  هڅو مننه کړې. د دې ولایت امنیتي مسولینو په یاده خبرپاڼه کې ځایي اوسېدونکو ته د لا ښو چوپړتیاوو ډاډ ورکړی.