slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند  امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د ناوې ولسوالۍ په پنجاو دو سیمه کې  یو تراکتور  چې په ټرالۍ کي یې ښځې او ماشومان سپاره وو، هلمند سیند کې  غورځېدلی چې پکې  ۱۲ تنه مړه  او ۴ تنه ټپیان  دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي، چي یاده پېښه په داسې مهال رامنځته شوې، چې د یاد تراکتور په ټرالۍ کې ٣٠ تنه نارینه، ښځې او ماشومان سپاره وو، چې له ګرمسېر ولسوالۍ څخه ناوې ولسوالۍ ته واده کې د ګډون په موخه روان وو.

یاده پېښه کې د  ۳  ښځينه وو  په ګډون  ۹ ماشومان مړه او ۴ ماشومان ټپيان دي.

همداراز  ۱۴ تنه ژغورل شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.