slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېرو شپږو میاشتو کې پولیسو کندز ولایت کې زرګونه فیره مرمۍ او ګڼ مهمات ترلاسه کړي دي.

‏د کندز ولايت امنيه قوماندانۍ مسؤلين وایي، پولیسو د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت په کچه درې زره فيره مرمۍ او ۴۳ میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړي دي. بل خوا د همدې ولایت په مرکز کې د څلور سوه زره افغانيو په ارزښت د قباء په نوم جومات جوړ او نن رسما پرانيستل شو. ‏دغه جومات د کندز ولايت مقام او د امنيه قوماندانۍ په مالي ملاتړ د دريو مياشتو په موده کې جوړ شو چې په يوه وخت د اتيا تنو لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لري.