مالیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د روزګان مستوفیت ۲۳ تنو کارکوونکو ته جوړ شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې، د روزګان مستوفیت لپاره یو ۲۳-ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شوی و، چې د چنګاښ په ۲۲مه نېټه ۱۴۰۴ هـ.ل بریالي ډول پای ته ورسېد.
په دې پروګرام کې د روزګان مستوفیت ۲۳ تنو کارکوونکو ګډون کړی و. هغوی ته د مجربو ښوونکو لهخوا د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، لارښوونو او سيکټاس سیستم په اړه هر اړخیز او عملي درسونه ورکړل شول. ښوونکو هڅه وکړه چې ګډونوال له معاصرو مالي سیستمونو سره بلد کړي او د مالیې راټولولو په برخه کې یې مهارتونه لوړ کړي.
یاد روزنیز پروګرام د یادو کارکوونکو وړتیاوې لوړولې، چې له امله به یې د مستوفیت په کاري بهیر کې د پام وړ شفافیت او پرمختګ راشي. ګډونوالو د برنامې له محتوا او تنظیم څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې ترلاسه کړي مهارتونه به د خپلو دندو پر مهال په مؤثره توګه وکاروي.