slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پرون سې شنبه د اپل شرکت په کالیفورنیا کې د مرکزي دفتر په کوپرټینو کې د «Awe Dropping» په نوم یوه نندارتون جوړ شو، چې پکې د ایفون ۱۷ لړۍ نوي ماډلونه وړاندې شول. تمه شوې وه چې څلور نوي ماډلونه—ایفون ۱۷، ایفون ۱۷ اېر، ایفون ۱۷ پرو او ایفون ۱۷ پرو مکس—نندارې ته وړاندې شي.

په دې نندارتون کې اپل د راتلونکي نسل اپل واچ، نوي ایرپډونه او د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پرمختګونه هم معرفي کړل. د ایفون ۱۷ لړۍ موبایلونو کې ځینې نوي ځانګړتیاوې شاملې دي، لکه ۶.۳ انچه سکرین، ۱۲۰ Hz ریفریش ریټ، او د پرو ماډل کې د کامرې افقي ډیزاین او کم وزن. د ایفون ۱۷ حافظه له ۲۵۶ GB څخه پیل کیږي او پرو مکس ماډل ښايي د لوړ ظرفیت بیټرۍ ولري. ایفون ۱۷ اېر د اپل تر ټولو نری او نازک تلیفون بلل شوی دی.

دغه نندارتون په ژوندۍ بڼه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپور شو او د ټیکنالوژۍ مینه‌وال یې د نوي نسل اپل محصولاتو سره بلدي کړل.