برتانیې د افغانستان لپاره ریچارډ لینزي خپل ځانګړی استازی ټاکلی
د برېټانیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ریچارډ لینزي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی
د خبرپاڼې له مخې، ریچارډ لینزي وړاندې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د برېتانیا د استازي مرستیال و.
د سیاسی چارو شنونکو د برېتانیا د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخه شي.
دوی د برېتانیا له حکومت غوښتي، چې له افغانستان سره په ډیپلوماټیکه برخه اړیکې پياوړې کړي.
له دې وړاندې قزاقستان هم یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی و، چې د اسلامي امارت له لوري یې هرکلی وشو.