په هلمند کې د غصب شوې امارتي ځمکو د راګرځولو لړۍ روانه ده
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو څو ورځو کې سلګونه جریبه امارتي ځمکه چې د غاصبینو لهخوا غصب شوې وه، بېرته راګرځول شوې ده.
یادې ځمکې د دې ولایت د مارجه، نهر سراج، ناوې او یو شمېر نورو ولسوالیو اړوند سیمو کې له غاصبینو راخوشې شوې دي.
په دغو ځمکو کې دښتونه، عامه څرځایونه، مالچرونه، ځنګلونه او غیرمستعمله دولتي ځمکې شاملې دي، چې د ځايي خلکو لهخوا په بېلابېلو نومونو غصب شوې وې.
د غصب د مخنیوي په دې کمپاین کې لسګونه ناقانونه وسایل د مسؤولینو لهخوا ضبط شوي، او عاملین یې اړوندو عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
یاد کمپاین د زراعت ریاست او اړوندو امنیتي ادارو په همغږۍ او همکارۍ ترسره شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي دغه کمپاین په هلمند ولایت کې په دوامداره توګه روان دی، او هره ورځ په بېلابېلو ولسوالیو کې د سلګونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی کېږي.