پکتیکا کې درې تنه د غلا او لرګیو د قاچاق په تور نیول شوي
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي تدابیرو په لړ کې درې تنه د بېلابېلو جرمي قضیو په تړاو نیولي دي.
د راپورونو له مخې، یو تن چې له مټاخان ولسوالۍ د برېمځو له کلي څخه یې یو موټرسایکل غلا کړی و او غوښتل یې چې په زرمت ولسوالۍ کې یې وپلوري، د امنیتي ځواکونو له لوري له غلا شوي موټرسایکل سره یوځای په زرمت ولسوالۍ کې ونیول شو.
دویم تن هم د مټاخان ولسوالۍ د ابراهیمزو له کلي څخه، د دوکان د لوټولو پر مهال ونیول شو.
درېیم کس بیا هغه مهال نیول شوی، کله چې هڅه یې کوله له وړممۍ ولسوالۍ څخه وازیخوا ولسوالۍ ته په ناقانونه توګه د لرګیو قاچاق ترسره کړي.
نیول شوي درې واړه کسان دا مهال تر څېړنو لاندې دي، او له لازمې پلټنې وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.