slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې نږدې دوه میلیارده انسانان لا هم د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي او که د اقلیم بدلون دوام وکړي، دا بحران به د بشریت لپاره ستر ګواښ شي.

ګوترېش ویلي د هوا د تودوخې زیاتوالی، وچکالۍ، جګړې او بې‌وزلي د دې سبب شوي چې د نړۍ ګڼ هېوادونه د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان شي. د هغه په وینا د پاکو اوبو او روغتیايي سیستمونو لپاره بېړنۍ او پراخې پانګونې ته اړتیا ده، څو د ناروغیو، مړینو او بې‌ځایه‌کېدو د مخنیوي لپاره د خلکو ژوند خوندي شي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د افریقا د ساحل سیمه، منځنی ختیځ او سوېلي اسیا د اوبو د نشتوالي له امله تر ټولو زیانمنې شوې دي. په دغو سیمو کې میلیونونه کسان لا هم د څښاک  پاکو اوبو او روغتیا له بنسټیزو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د وچکالۍ، جګړو، د زېربناوو د نشتوالي او د اقلیمي بدلون له امله د اوبو له جدي ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو په وینا، د هوا تودوخې له دوام سره به دا حالت لا پسې خراب شي.

د مرسي کورپس په نوم یوې نړیوالې ادارې هم تازه خبرداری ورکړی چې د کابل ښار د اوبو سرچینې په چټکۍ سره له منځه ځي. د دغې ادارې د راپور له مخې، د تېرو لسو کلونو په موده کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه شاوخوا ۳۰ متره ټیټه شوې ده، او که دا لړۍ دوام وکړي، ښايي تر ۲۰۳۰م کال پورې د کابل ډېری څاګانې وچې شي.

کارپوهان وايي، د اوبو ککړتیا، د زیرمو نشتوالی، وچکالي او د چاپېریال ناسم مدیریت د اوبو بحران اصلي لاملونه دي. د هغوی په وینا، که د اوبو د پاکولو پروژې پیاوړې نه شي او د خلکو پوهاوی لوړ نه شي، نړۍ به د راتلونکو لسیزو په اوږدو کې له یوې بې‌سابقې فاجعې سره مخ شي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د اوبو مدیریت، د زېرمو جوړول، د اوبو د سپما فرهنګ رامنځته کول او د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا د دې ستونزې د حل یوازیني عملي لارې دي.