slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د زرغون نورستان ملي پارک کلنۍ مشاعرې د تنظیم کمیټې غړو د نورستان امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي اخترمحمد "مزمل" سره ناسته وکړه، ترڅو د مشاعرې د ښه ترسراوي، امنیتي تدابیرو او ټولیز نظم په اړه لازمې همغږۍ ترسره کړي.

د ناستې پر مهال د مشاعرې تنظیموونکو له امنیه قوماندان څخه وغوښتل چې د کلتوري پروګرام د خوندي ترسره کېدو لپاره لازمې آسانتیاوې او همکاري برابر کړي.

امنیه قوماندان ښاغلي مزمل د یادې کمیټې له هڅو خوښي وښوده، د نغدي مرستې ترڅنګ یې د امنیتي همکارۍ ژمنه وکړه، او سپارښتنه یې وکړه چې مشاعره دې د غوره نظم، مناسب مدیریت او ټولنیز احترام په فضا کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د زرغون نورستان کلنۍ مشاعره د څلورم ځل لپاره سبا د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه، ماسپښین دوه بجې، د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د زرغون نورستان ملي پارک په سیمه کې ترسره کیږي.