slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

شاوخوا دوه ساعته وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په ناجریا کې د امریکا سفارت د عادي ویزو صادرولو بهیر تر بلې خبرتیا پورې ځنډولی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دا پرېکړه د نیامي په سفارت کې شوې، خو د بندیز دا اقدام رسمي او ډیپلوماتیکو ویزو ته نه دی غزول شوی.

امریکايي چارواکو په ناجریا کې خپلو قونسلګریو ته سپارښتنه کړې چې د ویزو د صادرولو پر مهال باید له زیات احتیاط څخه کار واخلي. که څه هم د بندیز د لامل په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو دا اقدام د وختي امنیتي یا اداري اندېښنو ښکارندويي کوي.