چمن کې چاودنه؛ پنځه کسان وژل شوي او پنځه ټپیان شوي.
د چمن ښار کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د موټرو په یوه اډه کې چاودنه شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
لومړني راپورونه وايي چې پېښه پر افغان کډوالو شوې، خو ځايي سرچینې په چمن او سپینبولدک کې رسنیو ته ویلي، دغه چاودنه د سیمهییزو کاروباریانو یا «لغړیانو» پر وړاندې شوې ده.
ځايي شاهدان وايي په پېښه کې مرګژوبله رامنځته. همدارنګه، د سپینبولدک اوسېدونکی عبدالغفار ویلي چې وژل شوي او ټپیان ټول لغړیان دي او کډوالو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې د «حاجي باول» په نوم د موټرو په اډه کې رامنځته شوې، چې د چمن – سپینبولدک ترمنځ د ډېورنډ فرضي کرښې ترڅېرمه موقعیت لري. دغه اډه عموماً د لغړیانو لپاره د سامانونو د چمتو کولو او انتقال ځای ګڼل کېږي.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او د پاکستاني چارواکو له خوا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي. د وژل شوو او ټپیانو ډیری کسان د چمن اوسېدونکي دي.