د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ساتونکي فارغ شول
کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز قوماندانۍ څخه د ۱۶۰ ساتوونکو د فراغت خبر ورکوي. دغه وزارت ویلي چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز قوماندانۍ څخه په ۹۴مه دوره کې ۱۶۰ تنه ساتونکي چې مسلکي او عقیدتي زده کړې یې بشپړې کړې د فراغت سندونه ترلاسه او د خصوصي سکټور څخه د امنیت ساتنې لپاره خدمت کول په موخه ټولنې ته وړاندې شول یاد وزارت زیاته کړې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت ساتونکي په کلکه هوډ لري چې له ملي شتمنیو څخه ساتنه وکړي.