slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتـیا امنیه قومندانۍ امنـیتي ځواکونو په څمکنـيو او احمدخېلو ولسـوالیو کې د بېلا بېلو جرمونو پر مهال لسګونه میله ناقانونه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي.

په څمکنـيو کې دوه کلاشینکوفونه، دوه توفنګچې، درې شاجورونه او ۲۲ فیره مرمۍ، او په احمدخېلو کې دوه کلاشینکوفونه، یو M16 ټوپک، پنځه توفنګچې، یو چهره‌دار، یو انګریزي ټوپک، ۳۴ فیره مرمۍ، دوه شاجورونه او نور مهمات ترلاسه شوي.

یاد توکي د نورو قانوني اجراتو لپاره د ډایاک معاونیت ته سپارل شوي دي.