د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نېشنل پارټۍ یو ځايي مشر په یوه برید کې وژل شوی.
د باجوړ پولیسو د معلوماتو له مخې، د عوامي نېشنل پارټۍ یو مخکښ ځايي مشر، میراعظم، د سپتمبر پر ۲۱مه د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی پر موټرسايکل خپل کور ته روان و او په خزانې موړ سیمه کې پرې ډزې وشوې.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار ویلي، چې د پېښې په تړاو یې مقدمه ثبت کړې او پلټنې یې پیل کړي دي، خو تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې یا کس نه ده منلې.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشران د خپل ګوندي ملګري وژل کېدل په سختو ټکو غندي. د ګوند مرکزي جنرل سیکرتر میا افتخار حسین او د خیبر پښتونخوا جنرل سیکرتر شاه حسین د رسمي اعلامیې له لارې ویلي، چې میراعظم له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د دوی په وینا "بې ګناه په نښه شوی دی."
د اې اېن پي مشران پوښتنه کوي، چې ولې د دوی غړي په پرلهپسې ډول د هدفي بریدونو ښکار ګرځي او له حکومته غواړي چې د ګوند د فعالانو د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.