slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مزارشریف ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې درې تنه غله هغه مهال ونیول شول، کله چې له یوه کور څخه یې نغدې پیسې غلا کړې.

یادو کسانو شاوخوا (۱۰۰,۰۰۰) افغانۍ او (۱۶۰۰) امریکایي ډالر غلا کړي وو، او له نیول کېدو وروسته یې په خپل جرم اعتراف هم کړی.

د نیول شویو کسانو دوسیې تر ترتیب وروسته اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.