slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د الجزیرې د راپور له‌مخې، د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې وياند ابوعبيده په یوې بیانیه کې ویلي، چې دغه غورځنګ په وروستیو میاشتو کې د اوربند لپاره اسرائیلو ته یو هر اړخیز وړاندیز کړی و، چې له‌مخې یې ټول بندیان په یوه وخت کې خوشې کېدل، خو اسرائیلو دغه وړاندیز رد کړ.

ښاغلي ابو عبیده زیاته کړې، که چېرې اسرائیل په قطر کې د غیرمستقیمو خبرو له روان پړاو څخه ووځي، نو حماس د هېڅ یوې جزوي معاملې د بېرته ستنېدو ضمانت نه کوي، حتا هغه ۶۰ ورځنی تړون هم، چې دا مهال پرې خبرې روانې دي او له مخې به یې ۱۰ بندیان خوشې شي.

نوموړي ټینګار کړی، که د اوربند هوکړه و نه شي، حماس د اوږدمهاله جګړې لپاره چمتو دی او د اسرائیلي یرغلګرو د وژل کېدو او نیولو عمل ته به دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۸ زره او ۶۶۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۹ زره او ۷۹۴ نور ټپیان شوي دي.