slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسټرالیا له لوري د ایران د سفیر د اېستلو په غبرګون وایي: «زه له جنګي جنایتکارانو سره د همغږۍ عادت نه لرم، خو د نتنیاهو یوه خبره سمه ده چې وایي، د اسټرالیا لومړی وزیر په ریښتیا هم یو کمزوری سیاستوال دی.»

عراقچي پر اېکس خواله رسنۍ زیاته کړې: «ایران د نړۍ د یهودي ټولنو له پخوانیو کوربه‌ هېوادونو څخه دی چې لسګونه کنیسې لري. دا چې موږ په خپل هېواد کې له دغو مذهبي ځایونو ساتنه کوو، بیا هم پر ایران تور لګول چې په اسټرالیا کې د ورته ځایونو په حملو کې لاس لري، هېڅ منطق نه لري.»

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ایران د اسټرالیایي خلکو د فلسطین د ملاتړ له امله زیان ویني: «د کانبرا حکومت باید پوه شي چې د جنګي جنایتکارانو تر مشرۍ لاندې د یوه رژیم د خوښولو هڅه به یوازې نتنیاهو او د هغه په څېر نورو ته لا ډېر جسارت ورکړي».

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز اعلان وکړ، چې د شواهدو له مخې ایران لږ تر لږه په دوو یهود ضد بریدونو کې ښکېله ده. د همدې دلیل له مخې اسټرالیا د ایران سفیر له هېواده اېستلی، په تهران کې یې د خپل سفارت فعالیت ځنډولی او نیت لري چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي نوم د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي.