slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ټولګټو چارو وزارت د بودیجې په لګښت د غور – هرات د عمومي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.

د غور د ټولګټو چارو رئیس مولوي عبدالکریم ابو شعیب وایي، د دغه سړک د رغولو لګښت له ۲۷ میلیونه افغانیو څخه زیات دی او پروژه کې د ۱۶ کیلومترو سړک بیارغونه، د ۷ مترو سور پراختیا او د ۴۵۶ مترو په اوږدو کې د استنادي دېوال جوړول شامل دي. ټاکل شوې چې کارونه یې په پنځو میاشتو کې بشپړ شي.

د سیمې اوسېدونکي او موټرچلوونکي د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګندوي او وایي چې د سړک د رغېدو په پایله کې به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي او د خلکو ستونزې به راکمې شي.