شیخ عبدالغفار بحر د مرکزي اسیا ـ اذربایجان اوومې مشورتي ناستې کې ګډون وکړ
تاشکند کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحر په ګډون د مرکزي اسیا ـ اذربایجان د اوومې مشورتي غونډې د پایلو په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه.
د افغانستان سفارت څرګندوي، چې د ناستې برخوالو د مرکزي اسیا د نوې مرحلې همکارۍ مهمې وبللې او په دغو سیمهییزو تعاملاتو کې یې د افغانستان رول د پام وړ وباله.
په غونډه کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، ګډو سیمهییزو پروژو پر پیاوړتیا، انرژۍ او ټرانسپورټ برخو کې د همکاریو پر پراخېدو هم مفصل بحث وشو.


