slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

همدا نن یکشنبه( ۱۴۰۴/۲/۱۴ ه ش) د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار په څلور لارو، واټونو او مهمو ځایونو کې د ترافیکي لوحو د نصبولو لړۍ پیل شوه. د دې ولایت اړونده مرکزشرنه کې په لویو لارو، واټونو، څلورلارو او نورو مهمو ځایونو کې د ترافیکي نښو د نښلولو لړۍ پیل شوې ده.

په خبرکې راځي چې دا نښې د لا ښه ښاري منیت او په لارو کې د نظم په خاطر نښلول کېږي. د خبرپاڼې په حواله؛ له دې وړاندې دا نښې په اړوندو ځایونو کې نه وې، چې د چارواکو او ځايي اوسېدونکو په وینا یې اکثره وخت ترافیکي پېښو او ښاري ګډوډۍ ته لاره هواروله. چارواکي وايي، چې یادې لوح به د ترافیکو مدیریت له لوري د ښوونځیو او  روغتونونو تر څنګ په ټولو هغو ځایونو کې ونښلول شي، چې ترافیکي تګ او راتګ پکې زیات دی.

یادي لوحې د ترافیکو مدیریت لخوا د مکتبونو، روغتونونو ترڅنګ په ټولو هغه ځایونو کې لګول کیږي، چې ترافیکي تګ راتګ پکې زیات وي. د دې ولایت د ترافیکو منسوبین وايي؛ د دوی په پلان کې ده، چې راتلونکي کې د لویو لارو په اوږدو کې هم غه ترافیکي نښې ونښلول شي.