slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، چې متحده ایالاتو د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد وروستیو بریدونو کې د دغه هېواد د یورانیمو د غني‌سازۍ او اټومي وسلو د تولید ظرفیت «په بشپړه توګه له منځه وړی» دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د ټرمپ د ادارې اصلي هدف په دې عملیاتو کې د ایران د اټومي ځواک مخنیوی و، چې د هغه په خبره دا هدف له ۱۲ ورځو جګړې وروسته ترلاسه شوی دی.
ویټکاف د هغو راپورونو په ردولو سره چې وايي واشنګټن د ایران د اصلي اټومي بنسټونو په له‌منځه وړو کې ناکام شوی، وویل: «درې هغه اټومي سایټونه چې زموږ د امنیتي اندېښنو اصلي سرچینې وې، په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.»
هغه زیاته کړه، فردو د ۳۰ زره پونډه وزن لرونکو ۱۲ سنګر-ماتوونکو بمونو په وسیله هدف ګرځول شوی او «هېڅ شک نشته چې بمونه کافي ژور نفوذ کړی دی».
هغه همداراز د نطنز سایټ ته په اشارې وویل، د دې سایټ ځمک‌لاندې راکتور په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او د ځمکې پر سر راکتور چې مخکې د اسراییل په برید کې زیانمن شوی و، بیا هدف وګرځول شو، ترڅو «ډاډ ترلاسه شي چې دا په بشپړه توګه له فعالیته لوېدلی دی».
د ټرمپ ځانګړي استازي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې ټینګار وکړ، چې له ایران سره جګړه هېڅکله د اوږدېدو یا یوازې د ځواک د ښودلو لپاره نه وه، بلکې له شخړو د پیل له لومړۍ شېبې راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د یوه سوله‌يیز حل د موندلو لپاره اړیکې روانې وې.
د هغه په وینا، ایران د دغو خبرو اترو پر مهال د اسراییل د پوځي عملیاتو درول د خبرو شرط ګرځولی و او وروسته له هغه چې «اسراییل خپل هدف ته ورسېد او امریکا هم وکولای شول د ایران د غني‌سازۍ ظرفیت له منځه یوسي»، ټرمپ وتوانېده له دواړو خواوو سره خبرې وکړي او د اوربند زمینه برابره کړي.
ویټکاف پر هغو شننو نیوکه وکړه چې وایي ایران ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې خپل د یورانیمو غني‌سازۍ پروګرام بیا جوړ کړي.
هغه وویل: «دا ادعا په بشپړه توګه خندونکې ده. ایران نشي کولای چې خپل غني‌سازي پروګرام په څو میاشتو کې بیا ورغوي؛ دا کار کلونه وخت نیسي.»