slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کېویلي، چې عباس عراقچي د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې کتلي دي. په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې د روان وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.

اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په سیمه کې د شتو ګواښونو او له اوکراین سره د روانې جګړې په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.

ورته مهال د ایران مذاکراتي پلاوی په عمان کې د امریکا له مذاکراتي ټیم سره د ایران د اټومي انرژۍ پر سر په مذاکراتو بوخت دی