خوست کې ۲۳ کلنه مرګونې دښمني په دوستۍ بدله شوه
د خوست ولايت د پوليسو وياند طاهر احرار وايي،ددې قومندانۍ اړوند د ډایاک امر مولوي محمد طاهر خالد په مشرۍ د یو شمېر قومي مشرانو په منځګړیتوب،د مرکز اړوند ورغه سیمه کې د ګلدات خان او عیدات خان کورنيو ترمنځ ۲۳ کلنه مرګونې دوښمني چې پکې یو تن وژل شوی و، د دواړو کورنيو په رضایت سره حل او په دوستۍ بدله شوه.