غزني کې په څلورو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګژوبله اوښتې
د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې تېره ورځ څلور ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه ټپیان شوي دي.
لومړۍ پېښه د غزني ـ مقر ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار لویې لارې په "لړمو" سیمه کې شوې، چیرې چې یو باروړونکی موټر چپه شوی. پېښه ځاني تلفات نه لري، خو مالي زیان یې اړولی.
دوهمه پېښه د قره باغ ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې یو پاسو موټر د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی او د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.
درېیمه پېښه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند، د روضې کوتل ته څېرمه رامنځته شوې، چې یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی او د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
څلورمه پېښه د اندړو ولسوالۍ د خاني بابا کلي ته نږدې رامنځته شوې، چې پکې د زرنج چلوونکي څادر د زرنج ټایر ته پیچل شوی و او له بده مرغه یاد کس ژوند له لاسه ورکړی.
د ټولو پېښو په تړاو امنیتي ځواکونو سمدستي سیمو ته رسېدلي، ټپیان او د مړي جسد یې اړوندو روغتونو ته انتقال کړي دي.