کورنیو چارو وزارت؛ د امنیتي چارو ستر مرستیال پکتیکا ته سفر کړی
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د لارښوونو پر اساس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر، د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیکا ولایت ته تللی.
نوموړي د یاد ولایت په مقام کې د ولایتي مسولینو، د علماوو شورا غړو او د سیمې له مخورو سره په جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت د زعیم لارښوونې، فرامین او سپارښتنې ګډونوالو ته ورسولې.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال د نشهیي توکو پر ضد د جدي مبارزې، د قانون د تطبیق، د هر ډول تعصب پرېښودو، د نظامي اصولو مراعت، د رسمي یونیفورم منظم کارونې او له ولس سره د متقابل احترام پر ارزښتونو خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امنیتي بنسټونو مسولیت د ولس خدمت او د خلکو د اعتماد ساتل دي.
همداراز ښاغلي صدر د ولس له دوامدارې همکارۍ مننه کړې او اړوندو مسولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د خلکو ستونزې په خپل وخت واوري او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.
دغهراز د پکتیکا ولایتي مسولینو په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت په اړه ښاغلي صدر ته ډاډ ورکړی او دغه وضعیت یې د پخوا په پرتله ښه ښودلی.
په ورته مهال سیمهییزو مسولینو څرګنده کړې، چې په یاد ولایت کې جنايي پېښې کمې شوي او د دولتي ادارو ترمنځ همغږي شتون لري.


