slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په فراه کې له پرچمن ولسوالۍ پرته د مرکز په ګډون لسو ولسواليو کې د ګوزڼ ضد واکسین یا پوليو د تطبیق ۴ ورځنی کمپاين پيل شو. د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق د پرانيستې مراسمو کې د ولايت مقام، عامې روغتيا، اطلاعاتو او فرهنګ، امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياستونو استازو، معافيت کتلوي آمر ډاکټر نورالله «افضلي»، يونيسف دفتر د عامه پوهاوي ولايتي مسؤل احمد جان «رحيمي» او يو شمير نورو مسؤلينو هم ګډون درلودل. باختر خبري اژانس د یاد کمپاین په اړه د کتلوي معافیت آمر ډاکټر نور الله افضلي له قوله وويل: «دا کمپاین به د روانې اونۍ له دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د ۴ ورځو لپاره د فراه ولایت له پرچمن ولسوالي پرته، د دې ولایت د مرکز په ګډون په ۱۰ ولسوالیو کې پلي شي، چې په ترڅ کې به یې تر ۵ کلونو کم عمره ۲۲۵ زره ۵۶۵ ماشومان واکسین شي». ښاغلي افضلي همدارنګه زیاته کړه، چې د یاد کمپاين په تطبيق کې ۱ زر او ۷۰۴ تنه رضاکاران، ۲۱۷ سوپروایزران، ۶۵ کوردیناټوران، ۶۵ جریان مانیټوران، پاسټ مانیټوران، ۱۲ تنه ال.ک.س. سرویران، په بالابلوک، خاکسفيد، ګلستان او پشترود ولسواليو کې ۳۷۴ تنه مبلغین ګډون لري.