slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ په ځانګړو عملیاتو کې د ټابلیټ K د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه. له دغې کارخونې څخه ۷ زره او ۲۰۰ عدده ټابلیټ K ګولۍ، ۱۲ کیلوګرامه خام مواد او د ټابلیټ جوړولو یوه پایه ماشین هم ترلاسه شوي دي.

په تړاو یې دوه کسان نیول شوي چې تر څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

همدارنګهپه یو لړ عملیاتو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ۱۰ زره او ۷۵۰ عدده نشه يي ټابلیټ K ګولۍ نیول شوې دي.

یاد وزارت وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د ښار نهمې حوزې په مربوطاتو کې یو کس د قاچاق پر مهال د یادو ګولیو سره ونیول شو. نوموړی تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.