کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د نوي کابل ښار استوګنیزو پروژو کې یې د پاکستاني کمپنۍ د پانګونې پر فرصتونو کړې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین مولوي گلزرین صابر د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ اچ ار ال (HRL) له لوړپوړو مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې توګه د نوي کابل ښار د استوګنې پروژو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د وزارت اړوند ریاستونو او د پانګونې د تنظیم ریاست استازو ګډون درلود. مولوي صابر وویل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه او سراسري امنیت رامنځته شوی، او پانګوال کولی شي په ډاډ سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د استوګنې په برخه کې، پانګونه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د نوي کابل ښار تر څنګ، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د استوګنې پروژې د پانګونې ښه زمینه برابروي.
د اچ ار ال شرکت استازو د خپلې ساختماني تجربې او پخوانیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د پانګونې شرایط یې د قناعت وړ وبلل. هغوی د پرمختللو ښارونو د طرحو او ډیزاینونو یوه معلوماتي پریزینټیشن هم وړاندې کړ.
په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ناستو کې به د پانګونې د عملي ګامونو او څرنګوالي په اړه مفصل بحثونه وشي.