slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په مربوطاتو کې درې کسان د اخاذۍ او ګواښونو په تور نیولي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ وايي، نیول شوي کسان یې هغه مهال ونیول چې څو ورځې وړاندې یې یوه کورنۍ ته د یو لک افغانیو غوښتنې په موخه ګواښوونکي کاغذونه پرېښي وو، او د پیسو نه ورکولو په صورت کې یې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی و.

دا کسان به د شپې لخوا یادښتونه پرېښودل، چې له امله یې د کورنۍ غړي اندېښمن شوي وو. امنیتي ځواکونه د راپور تر ترلاسه کولو وروسته سمدستي اقدام وکړ او د کشفي معلوماتو له مخې یې درې مشکوک کسان نیولي دي.

یاد کسان دا مهال د اتمې امنیتي حوزې تر څېړنو لاندې دي او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د امنیه قومندانۍ په وینا، د خلکو د مال، عزت او امنیت ساتنه یې لومړیتوب دی، او هېڅ څوک به د قانون له منګولو خوندي پاتې نه شي.