وروسته له هغې چې حماس د اسراییلي بندیانو نوې ویډیو خپره کړه؛ تازه په اسراییلو کې په ګڼو ښارونو کې لاریونونه پيل کړي او له دولته د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
حماس په تېرو دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره د سراییلي برمته شوي اویاتار ډاوېډ ویډیو خپره کړه. د دې ویډیو خپرېدو په اسراییل کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په
دې ویډیو کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې، ډاوېډ پکې ډېر کمزوری ښکاري او د
ځمکې لاندې تونل کې لیدل کېږي چې یوه ژوره کنده کېندي. د ده په وینا، دا
کنده د هغه د قبر لپاره ده.
د هغه ورور ایلای ډاوېډ په تلابیب کې د برمته شویو کسانو د ملاتړ په یوه غونډه کې وویل: «هغوی د مطلق مرګ په درشل کې دي.»
په دې راټولیدنه کې زرګونه کسانو د برمته شویو کسانو انځورونه په لاسونو کې لرل او د هغوی د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.
له
دغو اعتراضونو سره هممهاله، د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وویل: «نړۍ نشي
کولای د هغو دردوونکو انځورونو پر وړاندې چوپ پاتې شي، چې د برمته شویو
کسانو قصدي او بېرحمانه ځورونه، په ځانګړي ډول په لوږه کې ساتل ښيي.»
له دې وړاندې، حماس او د فلسطین اسلامي جهاد یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې روم براسلاوسکي لیدل کېده او هغه هم خورا کمزوری ښکارېده.
د
۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې برید چې د حماس له خوا پر اسراییل ترسره شو،
د دغه هېواد له ۱۹۴۸م کال راهیسې یو له تر ټولو خونړیو او بېسابقه
بریدونو څخه و.
د دغه برید پر مهال له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان چې ډېری یې ملکي کسان وو، ووژل شول او ۲۵۱ نور برمته او غزې ته ولېږدول شول.
له هغه وخت راهیسې، یو شمېر برمته شوي کسان لا هم په غزه کې ساتل کېږي، خو اټکل کېږي چې ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د
برمته شویو کسانو کورنۍ له اسراییلي حکومت او د نړۍ له مشرانو په ځانګړي
ډول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غواړي، چې د برمته شویو کسانو د
ازادۍ لپاره هر اړین اقدام ترسره کړي.