د ایران ټولې سرحدي کرښې بندې دي او که څوک په دې حالاتو کې یاد هېواد ته د ناقانونه تللو هڅه وکړي د سر په بیه به ورته تمامه شي.
پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي د دروغو خبرونو د خلکو تر منځ اوازې جوړې کړې دي، چې په اوسنیو شرایطو کې چې ایران له اسراییلو سره په جګړه بوت دی، دې هېواد ته د تللو لارې چارې اسانه شوې دي. تازه خبر دا دی چې ایراني ځواکونو ته په سرحدونو کې د پرېکنده اقدام امر شوی او دې هېواد ته له هروخته قاچاقي لارې سختې دي. د تازه راپورنو په اساس ایران تازه پرېکړه کړې چې هر ناقانونه کډوال باید وپلټل شي چې دې هېواد کې د موساد مامورین نه وي.
په ایران کې تر هروخته حالت خراب دي او په ناقانون ډول له دې هېواده تېرېدل کېدای شي په دې لاره تلونکو ته د سر په بیه تمامه شي.