پکتیا کې د تاریخي آثارو د قاچاق هڅه شنډه شوه؛ یو تن له درې بوتانو سره نیول شوی
د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ د ترورېزم ضد مدیریت منسوبینو د دقیق کشفي راپور پر بنسټ، د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو تن نیولی، چې هڅه یې کوله درې تاریخي بوتان یو ګاونډي هېواد ته قاچاق کړي.
یاد عملیات د اړوندو ادارو په همغږۍ او د قانوني مراحلو په رعایت ترسره شوي، چې په ترڅ کې درې تاریخي آثار هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
نیول شوی کس دا مهال د پلټنو تر پروسې لاندې دی، او له بشپړو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د پکتیا امنیه قومنداني ټینګار کوي چې د هېواد فرهنګي میراثونه د ټولو ګډ مسؤولیت دی، او له تاریخي آثارو سره هر ډول غیرقانوني چلند به له قانوني تعقیب پرته پاتې نه شي.