slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ولایت د پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي نجیب‌الله انوري د خپل ټیم په ملتیا د شکردرې ولسوالۍ هغو سیمو ته سفر وکړ، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې.

د یاد پلاوي د ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د التفات، نوآباد ناصري او تخت کلیو کې په ټولیز ډول ۵۷ کورنیو ته د ۱۸۸ جریبه زراعتي ځمکو او د انګورو باغونو حاصلاتو درانه زیانونه اوښتي دي. د سېلابونو له امله د رومیانو، پیازو او انګورو فصلونه بشپړ له منځه تللي دي.

مولوي انوري له اغېزمنو شویو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د زیانمنو شویو کورنیو مرستې ترسره شي.

سیمه‌ییزو خلکو د کابل ولایت د پېښو سره د مبارزې ریاست له پلاوي مننه وکړه او د دوی پر وخت حضور یې د ولس د لاسنیوي یوه مهمه نښه وبلله.