هندي کشمیر کې سختو بارانونو او ځمکخویېدنې ۱۳ کسان وژلي.
د
هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سختو ورښتونو او ځمکې ښویېدو له امله ۱۳کسان
مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه کسان د ډوډا او ویشنو دیوي یاترا پر
لارو د ځمکې ښویېدو له امله مړه شوي دي. له بل پلوه د جمو او کشمیر ځایي حکومت د سختو ورښتونو له امله د ټولو ښوونیزو ادارو او دفترونو د تړلو امر کړی دی.