slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک رد کړی چې هدف یې د ایران پر ضد د پخوانیو بندیزونو کمول وو. دغه پرېکړه‌لیک د روسیې، چین، پاکستان او الجزایر د څلورو موافقو رایو ترلاسه کړی، خو د امریکا، برېتانیا، فرانسې او نورو نهو هېوادونو د مخالفو رایو له امله ناکام شو.

که پرېکړه‌لیک تصویب شوی وای، د ملګرو ملتونو بندیزونه له ایرانه لرې کېدل؛ خو د ردېدو په پایله کې، پخواني بندیزونه بېرته عملي کېږي.

ایران د امریکا او اروپا له لوري د بندیزونو د بیا لګولو پرېکړه «غېرقانوني» بللې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې درې اروپايي هېوادونه د شته میکانیزم څخه «سوءاستفاده» کړې او د امنیت شورا پر غېردایمي غړو یې د فشار هڅې هم کړي دي. وزارت خبرداری ورکړی چې د دې اقدام مسوولیت به د امریکا او اروپايي هېوادونو پر غاړه وي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي سعید ایرواني ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د عمومي اسامبلې پر مهال له اروپايي استازو سره څو لیدنې ولري.