slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا یو حقیقت دی او باید ومنل شي، چې اسلامي امارت په بشپړه توګه د افغانستان پر وضعیت کنټرول لري.

پوتین د اسلامي امارت مشران د مشرتابه وړ کسان بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د داعش په ګډون په ښکاره توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او د کوکنارو تولید یې په لوړه پیمانه راکم کړی.

پوتین دغه راز ویلي، کچېرې څوک غواړي د افغانستان او سیمې په وضعیت کې مثبت رول ولوبوي، نو باید زموږ په څېر له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.