پکتیکا امنیتي ځواکونه؛ ډایاک ته مو ګڼشمېر وسلې وسپارلې.
نن دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲ ه ش د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني د ترهګري پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا (۱۵) پنځلس میله کلاشینکوفونه، یو پایه ایس پي جي ناین، دوه قبضې تومانچې او یو نارنجک ډایاک ته وسپارل شو.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي دا وسلې مو په تېره څه موده کې په بیلابېلو ولسوالیو کې ترلاسه شوې، چې اوس د ډایاک له موسسې ته سپارلې دي.