د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري په لندن کې ومړ
د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري چې د فساد ضد مبارزې او اقتصادي ځوړ له امله پېژندل کېده، د ۸۲ کلونو په عمر د اوږدې ناروغۍ له امله د برېټانیا په لندن ښار کې ومړ.
د ناېجېريا د اوسني ولسمشر بولا تينوبو وياند پر خپله اېکس پاڼه د محمد بوهاري مړینه تایید کړې ده.
هغه په ۲۰۱۵ کال کې د ناېجریا لومړی اپوزیسیون جوړ او د ټاکنو له لارې د هغه واکمن ولسمشر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
بوهاري یو تقاعد شوی جنرال و او په ۱۹۸۰م لسیزه کې یې د یوې پوځي کودتاه له لارې د ناېجریا مشري ترلاسه کړې؛ خو تر دې وروسته هغه خپل سیاستونه بدل کړل او ملکي سیاست ته یې مخه کړه.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ناېجریا دغه پخوانی ولسمشر د فساد ضد توندو څرګندونو او اقداماتو اړوند خورا مشهور و او پلویانو یې یو مخکښ اصلاح غوښتونکی ګاڼه.
د هغه د واکمنۍ پر مهال ناېجریا کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن و، وسلهوال تاوتریخوالی د هېواد له شمال ختیځه نورو څنډو ته خپور شو او دغه وضعیت د هغه د دورې تر پایه دوام درلود.