زابل کې محتسبینو د مېرمنو حقونو د خوندیتوب لپاره د اصلاحې ناستې کړې.
د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست چارواکي وایي، د تېرې اونۍ په اوږدو کې یې د قلات ښار او یوولسو ولسوالیو په کچه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په تړاو ناستې کړي دي.
مسؤلین وایي، په دغو ناستو کې د غیرشرعي نکاحونو، کورني تاوتریخوالي، د میراث د حق نه ورکولو او د ناوړه دودونو پر بنسټ د مېرمنو د ځورونې د مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.
د یاد ریاست محتسبینو ټینګار کړی، چې هېڅوک د مېرمنو پر وړاندې د زور او تاوتریخوالي حق نه لري.
د چارواکو په وینا، تر دې وړاندې هم د دغه ریاست له لوري د مېرمنو لسګونه قضيې حل شوې او ګڼې قومي شخړې او دښمنۍ هوارې شوې دي.