غزني ښار کې د ټیټ کیفیت تیلو له امله یو شمېر پمپونه وتړل شول
د غزني ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیریت او څلورمې ناحیې د څارنې ټیم له خوا د ښار په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر د تیلو پمپونه د مقرراتو د نه رعایت له امله وتړل شول.
د مسؤلینو په وینا، یاد پمپونه د ټیټ کیفیت لرونکو تیلو پلور، د خدماتو د نرخونو نشتون، د شرکت یا مالک د نوم نښه (لوحه) نه لرل، او د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله بند شوي دي.
چارواکي وایي، دغه ډول څارنیزې هڅې د ښاریانو د حقونو د خوندیتوب او د خالصو خدماتو د وړاندې کولو لپاره دوام لري او له ټولو متشبثینو غواړي چې قانوني اسناد، د نرخونو جدول او کیفیت ته پاملرنه وکړي، ترڅو د فعالیت اجازه ولري.