کنړ کې دولس تنه د بيلابيلو جرمونو په تور نیول شوي دي
د کونړ ولایت ا.ق وياند فريد اللّٰه سالارزی وايي چې ددې ولايت پوليسو له لوري دولس تنه د يوې اونۍ په ترڅ کې له مرکز او ولسوالیو څخه نيول شوي دي.
سالارزی زياتوي چې یاد کسان د قتل، غلا،ځنګل وهنې، د لرګیو قاچاق او د مخدره توکو د پلور په تور نیول شوي چې دوسیې يې اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.