خوست کې د دیني مدارسو ترمنځ رقابتي ازموینې پیل شوې
د خوست ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو امریت په ابتکار، په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د دیني مدارسو ترمنځ د رقابتي ازموینو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.
د اسلامي زده کړو امریت امر مولوي دلاور حنفي د دغې لړۍ موخه د سالمې علمي سیالۍ رامنځته کول، د زدهکوونکو د استعدادونو څرګندونه او د هغوی هڅونه وبلله. د نوموړي په وینا، ازموینې به د ټول ولایت په کچه ترسره شي او پایلې به یې د ځانګړو کمیټو له لوري په نږدې راتلونکي کې اعلان شي. پر غوره او ممتازو زدهکوونکو به ځانګړې ډالۍ هم وېشل کېږي.
د دیني مدارسو یو شمېر زدهکوونکو دغه ازموینې ارزښتناکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا ډول سیالۍ د لا هڅونې او د ښو پایلو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.
د اسلامي زده کړو امریت مسؤلین وايي چې دغه لړۍ د دیني زده کړو د معیاري کولو او د زدهکوونکو د استعدادونو د لا پیاوړتیا په موخه پر لاره اچول شوې ده.